پکتیا ولایت کې ۳۵ جریبه ځمکه له غصب څخه آزاده شوه

hayat_admin
Tue, Feb 21 2023 3:15 PM
.

د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت روحاني بابا ولسوالۍ ته ولاړ او د ځمکې د غصب د مخ نیوي برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

یاد هیئت د روحاني بابا ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو او قومي مشرانو سره وکتل او هغوی ته یې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او اړوندې مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز یاد هیئت له ځايي مشرانو څخه د غصب شویو ځمکو د تثبیت او پولو تعیین او د هغو د غاصبینو د مشخص کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو. هغوی ټینګار وکړ چې دغې ساحه کې عملي کار به ډیر ژر پيل شي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې امارتي ځمکې غصب کړي.

یاد هیئت ۳۵ جریبه امارتي ځمکه د هغې له متصرفینو څخه آزاده کړه او کېنول شوي نیالګي يې پکې راټول کړل. دغه راز هیئت ځايي اوسیدونکو ته معلوماتي استعلامونه وویش ترڅو هغه ځواب کړي.

په همدې حال کې، د کندوز ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د قلعه ذال ولسوالۍ د تثبیت شوو ساحو د بررسۍ، سکیچ او کروکي  او بررسۍ لاندې ساحو کې د کار درولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم په چهارطاق، د حاجي اسلم ګذر، د قاضي حسین ګذر او د رستاق آباد ګذر ساحو کې د جوړو شویو کورونو پر سکیچ او کروکي چې ۱۸۳ جریبه امارتي ځمکه پکې شامله ده، پریکړه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS