کندهار ولایت کې نږدې ۷۸ جریبه ځمکه له غصب څخه آزاده شوه

hayat_admin
Tue, Feb 21 2023 2:27 PM
.

د کندهار او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او په یادو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې یو لړ اقدامات هم ترسره شوو.

د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د عینو مینې د سوداګرو، له کمېسیون څخه د اجارې ورکوونې د ترلاسه شوې کړنلارې د موضوعاتو او د یو شخص د موضوع د بررسۍ په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه هیئت د صنعتي پارک د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په بررسۍ سره، ۷۸ جریبه غصب شوې ځمکه له غصب څخه آزاده کړه.

یاد شوي هیئت د یو شخص د لیک، د عینو مینې د موضوعاتو او د راتلونکي اوونۍ کاري پلان په اړه بحث وکړ او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.

.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې کاري پلان جوړ شو او یاد هیئت د دیلي ولسوالۍ له قومي مشرانو سره هم وکتل او هغوی ته یې ددغه هیئت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

یادو خلکو هم د خپلې ولسوالۍ د امارتي ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې د اسلامي امارت اصولو ته پابند اوسي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS