بلخ ولایت کې د ناصر خسرو پروژې ۹۹۴۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Feb 21 2023 1:25 PM
.

د بلخ او ارزګان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د یادو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې یو لړ اقدامات ترسره شوو.

د بلخ ولایت تخنیکي هیئت، له ناستې څخه وروسته ناصر خسرو پروژې ته ولاړ او ددغې پروژې له ټولې ۱۰۸۴۰ جریبه ځمکې څخه يې ۹۹۴۰ جریبه ځمکه د رسنیو په حضور سره امارتي تثبیت کړه او د هغې  په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

یاد هیئت ددغې پروژې څلور دیوالي شوې ساحې ویجاړې کړې او ځمکه یې کرنې ریاست ته وسپارله. ددغې پروژې د پاتې ۹۰۰ جریبه ځمکې په برخه کې به د مرکزي کمېسیون له تصمیم سره سم اجراآت ترسره شي.

د هیئت غړو ادارو د کرنې د څیړنیز فارم د ۳۷۵ جریبه ځمکې په تړاو خپل غړې معرفي کړل ترڅو د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم اجراآت وشي.

په همدې حال کې د ارزګان ولایت تخنیکي هیئت په ترینکوټ ښار کې د یوې هدیرې د یوې اندازه ځمکې له غاصب سره وکتل او نوموړي ته یې لازمې توصیې وکړې. په پایله کې یاد شخص هم ومنله چې غصب شوې ځمکه به بېرته آزاده کړي.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې چرمګر دښته د هیئت تر نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شي او د هغې امارتي ملکیتونه دې مشخص او د غاصبینو دکار مخ هم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS