پکتیا ولایت کې له دارالوکالو څخه د لیدنې او نظار ت بهیر پای ته ورسید

hayat_admin
Mon, Feb 20 2023 11:55 AM
.

د پکتیا ولایت د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او د استخباراتو، مرافعه محکمې، د علماوو د شورا، مستوفیت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، ښاروالۍ او ددغه ولایت د عدليې ریاست د استازو په ګډون، ګډ پلاوي د رجب المرجب میاشت په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د تېرو ارزونو په لړ کې ددغه ولایت له دارالوکالو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

.

په پیل کې، د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د موجودو دارلوکالو او مدافع وکیلانو د شهرت، د مدافع وکیلانو حقوقو او وجایبو، د مدافع وکیلانو اصول او کړنلارې، د وکالت اړوند آسانتیاو او ستونزو، د هویت کارت او د مدافع وکیلانو د جواز، د قضیو اخیستلو او د هغو شمېر، د عوایدو د ثبت کتابونو، د موکلینو د ثبت کتابونو او نور برخوو په اړه د هیئت غړو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

.

ګډ هیئت خپلو ترمنځ د خپلو نظرونو له شریکولو څخه وروسته، له تعیین شوې کارې طرحې سره سم ساحو ته ولاړ او په دغه ولایت کې له دارالوکالو څخه د ارزونې بهیر ته يې دوام ورکړ. دغه هیئت لومړی له دارالوکالو څخه هغې یوې ته چې څه موده محکې د هیئت لخوا تړل شوې وه او اوس یې د خپل د فعالیت سندونه بشپړ کړي، د فعالیت اجازه ورکړه او د هغې مسوول ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

.

دغه راز یاد شوي هیئت هغو دارالوکالو ته چې د فعالیت قانوني پړاونو یې بشپړ کړي خو د هغو په کارونو کې ځینې نیمګړتیاوې شته دي، لازمې توصيې وکړې.

د یادولو وړ ده چې دغه ولایت کې له دارالوکالو څخه د ارزونې بهیر پای ته ورسید او راپور به یې له اړوندو ارګانونو سره شریک کړل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS