کندوز ولایت کې نږدې له ۵۰۰۰ جریبه ځمکې څخه لیدنه او بررسي وشوه

hayat_admin
Mon, Feb 06 2023 2:24 PM
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت ګل تپې ولسوالۍ ته ولاړ او د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت د ګل تپې ولسوالۍ توبره کش ساحې ته ولاړ او ۵۰۰۰ جریبه ځمکه یې دغې ساحه کې له نږدې ولیدله او بررسي کړه. په یاده ځمکې کې کرنیزې ځمکې، کورونه، اجارې لاندې ځمکې او ځینې لامزروع شاملې دي.

یاد هیئت ددغې ساحې له خلکو او مشرانو سره وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات ورکړل. هیئت له خلکو سره ددغې ساحې د ځمکې اجارې ورکولو په اړه هم خبرې وکړې او له هغوی څخه یې د یادې ساحې اسکیچ او کروکي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

خلکو ټوله یاده شوې ځمکه امارتي یاده کړه او هیئت سره یې د همکارۍ برخه کې د آمادګۍ اعلام وکړ.

دغه راز تخنیکي هیئت ددغې ساحې خلکو ته معلوماتي استعلامونو وویشل او د یو سوداګر تر اجارې لاندې له ۵۰ جریبه ځمکې څخه یې لیدنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS