د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Feb 06 2023 10:44 AM
.

د جوزجان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د افغان ګاز د تصدۍ ریاست د قضيې په اړه چې ادعا لري، ځمکې یې د F پروژې د سړک په مسیر کې غصب شوي، بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې یاد هیئت د قضيې د دواړو لورو سندونه بررسي کړل په دغې برخه کې له اړوند اشخاصو او ادارو څخه هم معلومات وغوښتل شوو. دغه راز یاد هیئت ساحه له نږدې ولیدله او ددغې ساحې د مسلکي او فني څېړنو پر بشپړولو يې لارښوونه وکړه.

یاد هيئت د دوو اشخاصو تر شخړې لاندې ساحې څخه د کمېسیون د مشرتابه د لیک پر اساس لیدنه وکړه او د هغې سندونه يې د مساحت او کروکي له تعیین څخه وروسته بررسي کړل. هیئت د کادستر ټیم او د امارت د قضایاو مسلکي غړو ته دنده وسپارله ترڅو دغې برخه کې څېړنې بشپړې کړي.

د جوزجان ولایت تخنیکي هیئت په سه شنبه کلي کې د ترکستان په نوم ښارګوټي غصب شوې امارتي ساحه له نږدې ولیدله او د سیمې له اوسیدونکو سره یې وکتل. هیئت هغوی ته د ځمکې د غصب، کمېسیون او اړوندې مقررې په اړه معلومات ورکړل او له هغوی څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یاد هیئت هغوی ته معلوماتي استعلام هم وویش او د کادستر ټیم او د امارت قضایاو ته دنده وسپارله چې د یادې ساحې څېړنې او اصولي سندونه بشپړ کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS