خوست ولایت کې له ۷۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Feb 04 2023 10:15 AM
.

د خوست او غور ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره شول.

د خوست ولایت تخنیکي هیئت د خپل ناستې په جوړولو سره ددغه ولایت د مرکز پنزايي ساحې ته ولاړ او ۷۰.۳۸ جریبه ځمکه يې چې ۹ کادستري قطعې کې ثبت ده، امارتي تثبیت کړه.

دغه هیئت د یادې ځمکې غاصبینو ته استعلام ورکړ ترڅو خپل سندونه حاضر کړي، دغه راز یاد هیئت د ګربزو ولسوالۍ کړم ساحې ته ولاړ او د سکرو ډبرو له پاره ټاکل شوې ځمکې څخه يې لیدنه وکړه، ددغه هیئت یو بل ګروپ ددغه ولایت په کرنې ریاست کې، د خلکو لخوا وړاندې شوي سندونه بررسي کړل.

.

په همدې حال کې، د غور ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د کابل ـ غور دروازې د ساحې د ځمکې په اړه چې پشته وردک ها باندې شهرت لري بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت ساحه له نږدې وګوري او د هغې د متصرفینو سندونه په دقیق ډول بررسي کړي.

په دغې ناسته کې د غور په مرکز کې د وقفي ځمکې په اړه د یو شخص سندونه هم بررسي شوو او پریکړه وشوه چې یاده ځمکه له نږدې ولیدل شي او سندونو ته له ساحې سره مطابقت ورکړل شي. دغه راز د حاجي صحت او حاجي الله داد د هستوګنې کورونو د ځمکې په تړاو پریکړه وشوه چې یاد اشخاص د خپل د ملکیت تثبیت شاهدان او سندونه هیئت ته وړاندې کړي.

د هوايي ډګر د NDB ساحې د ځمکې په اړه پریکړه وشوه چې هیئت د کرنې، ښاروالۍ او کور جوړولو انجنیرانو په شمول ساحه له نږدې وګوري او د هوايي ډګر د آمریت سندونه له ساحې سره تطبیق کړي.

دغه راز یاد هیئت ددغه ولایت د ښاروالۍ ریاست ته د یو شمېر اشخاصو په اړه چې پر شنې ساحې يې کورونه جوړ کړي، استعلام ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS