پکتیا ولایت کې درې دارالوکالې د قانوني مواردو د نه رعایتولو په دلیل وتړل شوې
د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي په مشرۍ او ددغه ولایت د استخباراتو، مرافعه محکمې، د علماوو د شورا، مستوفیت، د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، ښاروالۍ او د عدليې ریاست د استازو په غړیتوب ګډ هیئت د رجب المرجب میاشت په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت له دارالوکالو څخه د نظارت د مخکنې لړۍ سره سم ددغه ولایت له دارالوکالو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.
لومړۍ د عدليې رییس دغه ولایت کې د موجودو دارالوکالو او مدافع وکیلان د شهرت، د مدافع وکیلانو د وجایبو او حقوقو، د مدافع وکیلانو د کړنلارې، وکالت اړوند د آسانتیاوو او ستونزو، د مدافع وکیلانو د هویت کارت او جواز، د قضیو اخیستل او د هغو شمېر، د عوایدو د ثبت کتب، د موکلینو د ثبت کتاب او نورو مواردو په اړه د هیئت غړو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
ګډ هیئت پخپلو کې د معلوماتو له شریکولو څخه وروسته، له تعیین شوې کارې طرحې سره سم ساحو ته ولاړ او دغه ولایت کې له دارالوکالو څخه د ارزونې بهیر ته ودوام ورکړ. ددغه بررسۍ په پایله کې درې دارالوکالې د فعالیت د قانوني مواردو نه رعایتولو په علت مهرلاک او وتړل شوې او اړوند مدافع وکیلان د فعالیت قانوني پړاونو بشپړولو باندې مکلف شول.
دغه راز یاد هیئت هغو دارالوکالو ته چې د فعالیت قانوني پړاونه يې بشپړ کړي خو خپلو کارونو کې ځینې نیمګړتیاوې شتون درلود، لازمې توصیې وکړې.
د یادولو وړ ده چې دغه ولایت کې له دارالوکالو څخه د ارزونې بهیر دوام لري او په نوبت سره به په بیاد ولایت کې ټولې دارالوکالې و ارزول شي.
