فراه ولایت کې څه دپاسه ۱۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hakeem_admin
Thu, Feb 02 2023 11:07 AM
.

د فراه او پنجشیر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناسته ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم یادو ولایتونو کې له ځینو غصب شوو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د فراه ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د مرکز غلامان ساحې ته ولاړ او ۱۰۳۲ جریبه امارتي عامه مرعی ځمکه یې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد ځمکه کې کرنیزه، مواته او عامه مرعی ځمکې شاملې دي. دغو ځمکو کښې د یو شمېر اشخاصو او افرادو لخوا تاسیسات لکه سرپناه، کورونه او څاګانې جوړې شوي او د هیئت لخوا هغوی ته قانوني لارښوونې صادر شوې.

.

په همدې حال کې، د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې پریکړه وشوه چې ددغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د امارتې ځمکې د تثبیت کار د مناسبو هوا حالاتو له مساعد کېدو، له سره پیل او بشپړ شي.

دغې ناسته کې، د هیئت د کاري کړنلارې مسوده غونډې ته وړاندې شوه او په اړه یې بحث وشو او پریکړه وشوه چې د هیئت دغړو نظرونه پکښې ځای پرځای شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS