فراه او خوست ولایتونو کې له ۸۰۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Jan 31 2023 3:27 PM
.

د فراه او خوست ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه او یادو ولایتونو کې يې کابو ۸۸۲۵.۳۷ جریبه غصب شوې ځمکه يې امارتي تثبیت کړه.

د فراه ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې غلامان ساحې ته ولاړ او ۸۷۸۹ جریبه ځمکه يې امارتي او عامه مرعی تثبیت کړه. یاده ځمکه کې کرنيزې او عامه مواتې ځمکې شاملې دي.

په یاده ځمکه د اشخاصو لخوا تاسیسات لکه سرپناه، کورونه او څاګانې جوړې شوي چې د هیئت لخوا هغوی ته قانوني لارښوونې صادر شوې.

په همدې حال کې د خوست ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې پنزايي ساحې ته ولاړ او د کادستر د نقشې پر اساس يې ۲۷.۳۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

یاده ځمکه ۶ قطعه کې ثبت ده او له غاصبینو څخه يې د استعلام په ترڅ کې سندونه وغوښتل شول او هغوی هم راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول.

یاد شوي هیئت د والي له سکرتر سره ددغه ولایت په مقر کې وکتل او د مهمو موضوعاتو په اړه یې مفصل بحث او خبرې وکړې.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS