د بلخ ولایت په ناصر خسرو پروژې کې څه دپاسه ۹۹۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Jan 31 2023 3:11 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د زینبیې پروژې عریضه او سندونه چې د کمېسیون لخوا تخنیکي هیئت ته راجع شوي وو، پکښې بررسي شول.

د زینبيې، بلخ باستان، هاشمي، سید یحیی او مسلمین پروژو مسوولین هم دغې غونډې ته حاضر او استعلام ورکړل شو تر څو ځواب ورکړي.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې  د هغو پروژو چې سندونه یې د تخنیکي هیئت بررسۍ لاندې دي د ودانولو، پیرلو او پلورولو د مخنیوي په منظور امنیه قوماندانۍ ته تعقیبي لیک صادر شي.

یاد شوي هیئت د هاشمي، د حاجي غني ۲۰ جریبه او ناصر خسرو بلخي پروژو د بررسۍ په منظور، یادو ساحو ته ولاړ. د ناصر خسرو بلخي پروژه کې ۱۰۸۴۰ جریبه ځمکه شامله ده چې ۹۰۰ جریبه یې د ۲۰۲ ګڼې قبالې څخه اجرا شوي دي.

یاد شوي هیئت د یادې شوې ځمکې اندازه د کمېسیون تر لارښوونې پورې د ټولې ځمکې څخه جلا کړې او پاتې ۹۹۴۰ جریبه ځمکه ساحه کې د قبالو د عدم تطبیق په دلیل، د فاقد صلاحیت والي لخوا د قبالو اجرا او د پروژې د مسوول یا د هغه د قانوني استازي د نه شتون له امله، امارتي تثبیت او د کرنې ریاست ته استرداد کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS