ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې کابو ۶۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Jan 24 2023 11:47 AM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت شیرزاد ولسوالۍ ته ولاړ او ددغې ولسوالۍ په ګندمک کلي کې يې کې ۵۷۲۳ جریبه ځمکه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص کړه. کاپیسا ولایت کې هم نږدې ۷۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه امارتي تثبیت او  استرداد شوه.

د ننګرهار ولایت تخنیکي هیئت په ګندمک کلي د لقمان خیل او پننګزیو قوم ترمنځ یې تر شخړې لاندې دښتې څخه چې ددغې دښتې مساحت ۳۵۲۹ جریبه دی لیدنه وکړه. یادو قومونو هیڅ ډول سند نه درلود ددغې دښتې ځمکه امارتي تثبیت شوه. هیئت یاد شوو قومونو ته ټینګار وکړ چې له تصرفاتو څخه ډډه وکړي ګني بیا به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

ددغه کلي یوې بلې ساحه کې ۲۱۹۴ جریبه ځمکه چې د غصب په حال کې وه، امارتي تثبیت شوه او مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې هیچا ته اجازه ورنکړي چې امارتي ځمکه کې کار یا هغه تصرف کړي.

.

په همدې حال کې، د کاپیسا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د نجراب ولسوالۍ د موسی خان دښتې پاتې سیمو د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د امارتي ځمکو د استرداد او د سولانک دښتې د پاتې برخو د تثبیت په منظور جوړه شوه.

د ځمکې د ادارې د معلوماتو پر اساس سولانک دښته کې له ۴۰۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه وجود لري چې د هغې ۷۵۰ جریبه د دفاع وزارت د تنقیصانو له پاره د ښارګوټي جوړو له پاره ځانګړي شوې ده خو د اړوند ادارو د زورواکو د مداخلې په دلیل  مستحقو له پاره د نمرو ویشلو ته بریالي شوي نه دي. یاده شوې ټوله ساحه غصب شوې ده.

ددغې ساحې له غاصبانو څخه سندونه وغوښتل شول چې هیڅ ډول سند یې نه درلود. هیئت د دفاع وزارت د تنقیصانو د ښارګوټي اړوند ۷۵۰ جریبه ځمکه استرداد کړه او اړوند ادارو ته يې تسلیم کړه.

د یادې ځمکې څه د پاسه پر ۳۰۰۰ جریبو انګړونه او للمي ځمکې جوړې شوي او له هغو اشخاصو څخه چې د مالکیت ادعا لري، سندونه وغوښتل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS