د پروان او کنړ ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Tue, Jan 24 2023 11:22 AM
.

د پروان او کنړ ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې له ځینو غصب شوو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.

د پروان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د کارونو د لاښه پرمخ وړلو او د بګرام ولسوالۍ د خم کلان سیمې موضوع په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په همدې توګه دغې ناسته کې بګرام ولسوالۍ د خم کلان ساحې د مساحت او د بیې ټاکلو په اړه بحث وشو.

.

په همدې حال کې، د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت د غصب شوو ځمکو د بررسۍ او تثبیت په منظور ددغه ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ته سفر وکړ.

یاد هیئت، د سرکاڼو ولسوالۍ دونهي ډاګ کې لاس نه خوړل شوې او شاړه ځمکه بررسي کړه، مساحت او اندازه یې مشخصه کړه.

یو شمېر حقیقي اشخاص په یاده ځمکه د مالکیت ادعا لري چې له هغوی څخه سندونه وغوښتل شول او سیمه ییزو مسوولینو ته د امارتي املاکو د ساتنې په اړه لارښوونه وشوه.

دغه راز هیئت ددفاع وزارت او د حقیقي اشخاصو تر شخړې لاندې ساحې څخه لیدنه وکړه او د هیئت سکرتریت دنده وسپارله ترڅو اړوند معلومات راټول کړي ترڅو له هغو سره سم شخصي او امارتي ملکیتونه تفکیک شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS