نیمروز ولایت کې ۳۴۶ زره او ۱۵۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Mon, Jan 23 2023 8:59 AM
.

د نیمروز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت خاشرود ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې يې امارتي ځمکې تثبیت کړې.

ددغه هیئت د بررسي پایله کې، نږدې ۳۴۶ زره او ۱۵۰ جریبه ځمکه دغې ولسوالۍ کې امارتي تثبیت او تفکیک شوه او هغې له غصب څخه د ساتنې زمینه جوړه شوه.

.

په همدې حال کې، د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز کې له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه او د قلعه نو ښار د دریا پل هرات په ختیځ کې د ښاروالۍ ریاست تر ادعا لاندې  ۱۷۰۰۰ متر مربع (۸.۵ جریبه) ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیوله او د هغې له متصرف څخه يې سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت، د حلقوي سړک په مسیر کې د دریاپل ګنج شمال کې د ښاروالۍ ملکیت چې د دوه تنو لخوا پرې دوکانونه او د موټر تم ځای جوړ شوي، بررسي کړې او د هغې له متصرفینو څخه سندونه وغوښتل.   

ګنج چوب فروشان د اوبو وړل شوو ځمکو په مسیر کې د ښاروالۍ تر ادعا لاندې ده هم د هیئت لخوا له نږدې بررسي شوه او اړوند اشخاص يې جلب شول. دغه راز د قلعه نو په چوک پسته کې د حاجي عزیز بازار او د حاجي احمد بای ګاراج د هیئت لخوا وکتل شو او له متصرفینو څخه یې سندونه وغوښتل شول.

یاد هیئت، په شمال دریا زیارت، بندر قادس کې د دره ګیو جومات زیارت او د خلیفه بهرام زیارت کې اوقافي ملکیتونه چې د حج او اوقافو ریاست تر ادعا لاندې دي هم بررسي کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS