ننګرهار ولایت کې کابو ۵۶۴۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hakeem_admin
Mon, Jan 16 2023 1:54 PM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د سرخرود ولسوالۍ د ځینو سیمو څخه په لیدنې سره دغه ولایت کې  ۵۶۴۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

هیئت د سرخرود ولسوالۍ سلطانپور سفلی کلي ته ولاړ او ددغه کلي په جنوب کې د «سید اسحاق ګیلاني» په نوم ښارګوټی بررسي کړ.

.

یاد ښارګوټي کې ودانییز کارونه ترسره شوي او هم ځیني کورونه جوړ شوي دي. دغه هیئت یو شمېر تاسیسات ویجاړ کړل او د ساحې اوسیدونکو له پاره خبرداری ورکړل شو چې کورونه پریږدي.

.

په همدې حال کې د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره خپل ناسته جوړه کړه  او د سید جمال الدین او حبیب الله ځاځي ښارګوټو د سندونو د بررسۍ او د معلومات بشپړولو په اړه  خبرې وکړې.

.

دغه راز هیئت د راتلونکي میاشت کاري پلان ترتیب کړ او  یو شمېر مهمې سیمې  د بررسۍ له پاره وټاکلې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS