داخلې آزموینې له پاره د مدافع وکیلانو د نوم لیکنې د تمدید په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د مدافع وکیلانو له مخکنۍ خبرتیا سره سم، د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د هېواد لرو پروتو سیمو د غوښتونکو د ستونزو په درک سره چې د نوم لیکنې او د غوښتنلیک پړاونو د تېرولو له پاره مراجعه کوي، د نوم لیکنې بهیر د دریو نورو ورځو له پاره تمدید شوی دی.

پردغه اساس د نوم لیکنې او د آزموینې فورمې ډکولو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت ۲۹ نېټه د پنجشنبې ورځ ده.

د داخلې آزموینې نېټه به وروسته اعلان شي.