نیمروز ولایت کي له ۳۰۰ زره جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Jan 12 2023 9:59 AM

د نیمروز ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د غصب شوو ځمکو د استرداد او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه بحث وشو.

یاد هیئت دلارام ولسوالۍ ته ولاړ او د بررسۍ پایله کې ۱۱۳ زره او ۵۰۰ جریبه غصب شوې ځکمه په ګوته کړه.

دغه راز یاد هیئت ۱۹۹ زره او ۸۶۸ جریبه ځمکه چې د اشخاصو لخوا خط اچول شوې وه، تفکیک او ددغې ولسوالۍ د کرنې ریاست ته تحویل شوه ترڅو له هغې څخه ساتنه وشي.

.

په همدې حال کې، د کندهار ولایت تخنیکي هیئت ژړۍ ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې امارتي غصب شوې ځمکې تثبیت کړې.

یاد هیئت د ژړۍ ولسوالۍ له ولسوال او قاضي سره وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه يې له هغوی سره خبرې وکړې.

هیئت ددغې ولسوالۍ په شمال کې ۱۷ زره او ۵۷۳.۷۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. یاده شوې ځمکه د کوچیو لخوا غصب شوي او ودانۍ او کروندې پرې جوړې شوي دي.

یاد هیئت دغې سیمه کې تصرفات منع کړل او هم یې دغې سیمه کې برمه کاري ودرولې. هیئت متصرفینو ته وویل چې هغوی کولای شي د اسلامي امارت د اصولو په پام کې نیولو سره یادې ځمکې په اجاره واخلي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS