بادغیس ولایت کې له ۲۵۰۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Jan 12 2023 9:53 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د هغو اشخاصو سندونه او مدارک چې ځمکې يې مخکې تر بررسۍ لاندې نیول شوې وې، بررسي شوې.

ددغې بررسۍ پایله کې د سنګ آب ولسوالۍ د پستې ځنګل داخل کې کابو ۲۵۰۰۰ جریبه عامه ځمکه، امارتي تثبیت شوه. ددغو ځمکو څخه متصرفینو هیڅ ډول سند په لاس کې نه درلود او له متصرفینو څخه ژمنه واخیستل شوه چې وروسته له دې یاد ملکیت شخصي و نه ګڼي.

ددغه ولایت مقر ولسوالۍ که هم نږدې ۳۰۰ جریبه نوره ځمکه امارتي تثبیت شوه. چې غاصبینو له دغو ځمکو څخه هیڅ ډول سند نه درلود او دغه ځمکه عامه مرعی ده. ددغې ځمکې له متصرفینو څخه هم ژمنه واخیستل شوه.

.

په همدې حال کې، د فراه ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکی هیئت ددغه ولایت د مرکز له غلام سیمې څخه لیدنه وکړه او ۶۱۰۱ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه. یادې ځمکې عامه مرعی دي او پرې کورونه، څاګانې او کروندې جوړې شوي دي. دغې سیمه کې د نورو تصرفاتو د مخنیوي په منظور د یادې سیمې اشخاصو ته جدي لارښوونې وشوې.

.

پر دې سربېره، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت د خوست ښار د تفصیلي پلان د شنې سیمې له متصرفینو سره وکتل. یاد هیئت، د هغوی سندونه واخیستل او د هغوی خبرې یې واورېدې.

دغه راز یاد هیئت د خوست مرکز اړوند د سحرا باغ له قومي مشرانو سره کتنه وشوه او د هغو ځمکو په اړه چې هغوی یې خاصه مرعی ګڼي، خبرې وکړې او د هغوی سندونه يې بررسي کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS