د کندز ولایت تخنیکي هیئت دغه ولایت کې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه بررسي کړه

hayat_admin
Wed, Jan 11 2023 1:02 PM
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د خپل غونډې په جوړولو سره، ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ له ځینو سیمو څخه لیدنه کړې او د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي.

یاد هیئت، چهاردرې ولسوالۍ ته ولاړ او ددغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مقاماتو او مخورو سره یې وکتل او د خپل د سفر موخه او د ځمکې د غصب د مخنیوي مقرره يې هغوی له پاره تشریح کړه.

دغه هیئت، د خواجه کفتر او ګل باغ دښتو له ځمکو څخه لیدنه وکړه او دغو سیمو کې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیوله او غصبي سیمو کې جوړ شوي دیوالونه يې ویجاړ کړل.

دغه راز یاد هیئت د بررسۍ لاندې ځمکې تثبیت او د هغو سندونه یې تر بررسۍ لاندې ونیول. دغو سیمو کې د انګړونو جوړ شوي او موضوع به د پریکړې له پاره کمېسیون ته ارجاع شي.

په همدې حال کې، د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ۵ کسیز هیئت پکې چې د سندونو د بررسۍ په منظور تعیین شوی وو، خپل راپور وړاندې کړ.

یاد هیئت د روحاني بابا څیړنیز فارم متصرفینو له پاره استعلام وویشل او د هیئت غړو هم تخنیکي هیئت ته د خپلو د فعالیتونو راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړ.

.

پر دې سربېره، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ملا تره خیل ښارګوټي نهايي دوسیه او د نورو ښارګوټو سندونه او قبالې پکې بررسي شوې.

دغې ناسته کې، د هغو ځمکو د فعالیتونو د کار او فعالیت د اجازې ورکوونې په اړه بحث وشو چې د هیئت د بررسیو پایله کې شخصي تثبیت شوې، او دغې برخه کې د فعالیت او کار د اجازې ورکولو پریکړه وشوه. دغه راز د ښارګوټو او غصب شوو ځمکو د سندونو د بررسۍ په منظور  یو ټیم جوړ شو.

د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د چهارچینو ولسوالۍ د هوشي او د ترینکوت ګردنګاب سیمې ځمکو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاد موضوعات د وروستۍ پریکړې له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS