کابل ولایت کې له ۱۰ زره جریبو څخه زیاته نوره ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Jan 07 2023 11:44 AM
.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرې اوونۍ په اوږدو کې، دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او کابو ۱۰۲۷۵ جریبه ځمکه يې امارتي تثبیت کړه.

دغه هیئت، ۸۹۸۹ جریبه ځمکه د خاک جبار ولسوالۍ په چناري سیمه کې د کادستر له ۲۴۱ او ۲۴۲ نقشو سره  امارتي تشخیص کړه. د یادې سیمې زیاتې برخې د کړوخیل قوم لخوا غصب شوې او هغوی هیڅ ډول سند نه لري چې د هغوی مالکیت ثابت کړلای شي.

دغه راز هیئت، ۱۴۴ جریبه د بګرامۍ ولسوالۍ په بتخاک سیمه کې، ۷۸۳ جریبه ځمکه د میرویس ښارګوټي کې، ۲۵۲ جریبه ځمکه د پلچرخي د جیل سیمه کې او ۲۵۱ جریبه  نوره ځمکه چې د بګرامۍ ولسوالۍ د ځاځي پارک او د سید جمال الدین ښارګوټي ترمنځ امارتي تثبیت کړې ده. ددغو ځمکو په تړاو ځیني سندونه وړاندې شوي چې د یاد هیئت تر بررسۍ لاندې ده.

دغه راز یاد هیئت د ځاځي پارک لسګونه جریبه جوړه شوې ځمکې بررسي کړې او حدود یې معلوم او د هغه د جي پي اس ټکي واخیستل. د یاد پارک ځمکې چې د ښاروالۍ له لوري په اجاره ورکړل شوي، ټولې امارتي تثبیت شوې او له متصرفینو څخه یې سندونه وغوښتل شول.

هیئت د سید جمال الدین ښارګوټی هم بررسي کړ چې سلګونه جریبه ځمکه پکې شامله ده او له متصرفینو څخه يې سندونه وغوښتل ترڅو مشخصه شي چې څومره اندازه ځمکه يې امارتي ده.

.

په همدې حال کې، د پنجشیر د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د شتل ولسوالۍ کورابه کلي اوسیدونکي چې د هغوی تاسیسات د سیند تر غاړې بررسي شوې وو، حاضر کړل شول او هغوی ته د استعلام په ویش سره شرعي سندونه او مدارک وغوښتل شول او دهغو ځوابیې واخیستل شوې.

دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې ددغې ولسوالۍ بشپړ راپور ترتیب او کمېسیون ته وړاندې کړل شي

پر دې سربېره، د فاریاب ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت ددغه ولایت پشتونکوټ او المار ولسوالیو ته سفر وکړ او د شورچه، جغاتک او شاه قاسمي کلیو څخه یې لیدنه وکړه او دغو سیمو کې يې د ځمکې له غصب څخه مخنیوی وکړه.

یاد هیئت سیمه ییزو خلکو ته د ځمکې د غصب د مخنیوي مقررې، د امارتي، عامه مرعی او وقفي املاکو تثبیت او تشخیص  په اړه معلومات وړاندې کړل او هغوی ژمنه وکړه چې پر عامه او امارتي څړځایونو تعرض نکوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS