د تخنیکي هیئت له لوري میدان وردک ولایت کې د ۸۰۰۰ جریبه ځمکې بررسي

hayat_admin
Mon, Jan 02 2023 10:23 AM
.

د میدان وردک ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په تېرې یوې اوونې په اوږدو کې خپله ناسته جوړه کړه او دغه ولایت کې يې له ځینو سیمو څخه لیدنه هم وکړه.

دغې ناسته کې د سید آباد ولسوالۍ د دشت خورد آبدره او تړو سیمو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه. دغې ناسته کې د میدان ښار د کوټه عشرو اوسیدونکي وغوښتل شول او خپل سندونه یې هیئت ته وسپارل. او د هغوی له پاره د هیئت لخوا استعلام هم ورکړل شو.

ددغې اوونۍ په اوږدو کې، د میدان وردک والي او عدليې رییس او د تخنیکي هیئت سکرتر له عدليې وزیر (د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رییس) سره وکتل او د هیئت ستونزې یې ورسره شریکې کړې. د عدليې وزیر له هغوی سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزو ته به رسیده ګي وشي.

دغه راز د تېرې اوونۍ په لړ کې د هیئت رییس او غړي د سید آباد ولسوالۍ سیمو کې د تړو او آبدره خورد مدعی بها ځمکو څخه لیدنه وکړه. په یاده سیمه کې ۸۰۰۰ جریبه ځمکه د هیئت لخوا بررسي او کروکي يې واخیستل شوه. دغه راز له ځایي خلکو سره لیدنه وشوه او هغوی ته استعلام ورکړل شو او له هغوی څخه سندونه هم وغوښتل شول.

.

په همدې حال کې، د کنړ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ګمرک سیمه کې د امارتي ملکیتونو له متصرف اشخاصو سره وکتل.

دغه هیئت متصرفینو ته د غصب په اړه معلومات وړاندې کړل او د ۷۶۱، ۷۶۲ او ۷۶۳ کادستري قطعو د متصرفینو سندونو يې بررسي کړل.

یاد هیئت پریکړه وکړه چې له اړوندو ادارو څخه د املاکي قید او مالیاتي ټکټونه په اړه معلومات وغوښتل شول. دغه راز هیئت د ۷۶۳ قطعې په اړه کادستري نقشه تطبیق کړه او پریکړه یې وکړه چې هیئت تر راتلونکې غونډې دکنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې د سلطانې غرونو دوه ټوکه دوسیې بررسي کړي او ددغه ولایت له والي سره کتنه وکړي او د نوموړي له لارښوونې سره سم اجراآت وکړي.

.

پر دې سربېره، د زابل ولایت تخنیکي هیئت د عامه پوهاوي پلان پر بنیاد، هرې ولسوالۍ ته د یاد هیئت درې-درې غړي موظف کړل چې د ځمکې د غصب څخه د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړي.

یاد شوي یو ټیم د شهر صفا ولسوالي ته تللی او له سیمه ییزو مقاماتو او خلکو سره یې خبرې کړي او د ځمکې د غصب د مخنیوي او اړوند مقررې په اړه پوهاوی وړاندې کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS