فاریاب ولایت کې ۱۱.۲۳ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Sat, Dec 31 2022 3:06 PM
.

د فاریاب ولایت د ځمکې د غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د میمنې ښار صیاد رجب کلي ته ولاړ او د کرنې ریاست د ځنګلونو سیمې اړوند ۱۱.۲۳ جریبه ځمکه چې د یو شخص لخوا غصب شوې وه، استرداد کړه. ۴۸۴ جریبه نوره ځمکه هم دغې سیمه کې د یاد شخص او کرنې ریاست ترمنځ تر دعوا لاندې ده. یاده ځمکه د تخنیکي هیئت لخوا کروکي او سکیچ شوه.

په همدې حال کې، کندهار ولایت کې د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د کاریز شکور په اړه بحث وشو او له محکمو سره په همغږۍ دغې موضوع ته پر جدي توجو ټینګار وشو.

دغه راز یاده ناسته کې د امارتي ځمکو پر اجارې ورکولو او د هغې له پاره د کړنلارې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې امارتي ځمکې له داوطلبۍ څخه پرته د تخنیکي هیئت تر نظارت لاندې یو کال له پاره په اجاره ورکړل شي.

دغې ناسته کې د کندهار ۱۹ ولسواليو ته د هیئت د سفر د لګښتونو په اړه هم بحث وشو او له امارتي ځمکو څخه د ساتنې په منظور ځینې نورې مهمې پریکړې هم وشوې.

.

پر دې سربېره، د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او خیرو کاریز کې د ترینکوټ نوي ښارګوټي موضوع پکې تر بررسۍ لاندې ونیول شوه.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکي غونډه کې دغه موضوع په دقت سره بررسي کړي او د معاملو د لارښوونو دفترونو ته لارښوونه وشي ترڅو دغه ښارګوټي کې له پېرلو او پلورلو څخه ډډه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS