جوزجان ولایت کې ۱۳۹ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Dec 31 2022 2:55 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې پریکړه وشوه چې د هیئت تصمیمونه د اړوندو ادارو لخوا د جوزجان ولایت په کچه عملي شي.

دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د چهلمرد او قنجوغه کليو کې د اشخاصو د ځمکو سندونه بررسي کړل او دواړو کلیو ترمنځ يې ۱۳۹ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

دغه راز هیئت د خاتون قلعه او چهلمرد کلیو ملکانو ته استعلام توزیع کړ او د لا زیاتو معلوماتو راټولولو او ډاډ ترلاسه کولو په منظور چې امارتي ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل شوي نه وي، له هغوی څخه سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت پریکړه وکړه چې تخنیکي هیئت مرنجان کلي کې د ۷۴ جریبه ځمکې اړوند د وروستۍ پریکړې په منظور چې د هغې د استرداد قرار مخکې صادر شوی وو، ولاړ شي. مخکې هم د هیئت یو همکار مسلکي ټیم سیمه له نږدې کتلې او بررسي کړې ده.

.

په همدې حال کې، د بدخشان ولایت تخنیکي هیئت د یاد ولایت ځینو سیمو ته ولاړ او دغه ولایت کې يې له غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت شورآبک کلي کې د څړځای ۱۰ جریبه  غصب شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه او د هغې له متصرفینو سره يې وکتل او خبرې وکړې. هیئت له هغو څخه سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت د کلیو اوسیدونکو ته یو تعهد لیک د جوړولو له کارونو څخه د ډډې کولو او نور غصب د مخنیوي په منظور وسپارله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې تعهد لیک له خپلو سندونو سره راتلونکې ورځ هیئت ته تسلیم کړي.

دغه راز هیئت د بتاش کلي له اوسیدونکو سره وکتل  او هغوی ته يې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون او د تخنیکي هیئت د مسوولیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. یاد هیئت ددغې سیمې له خلکو سره د د لعل بدخشان څیړنیز فارم ۱۴۴ جریبه ځمکې په اړه چې کلونه مخکې غصب او ویشل شوي، خبرې وکړې او له یادو اوسیدونکو څه یې سندونه وغوښتل. هیئت تصمیم ونیو چې د هغوی سندونو له ترلاسه کولو څخه وروسته، دغې سیمه کې به عملي کار پیل کړي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS