د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له معین سره د عدليې وزارت د تقنین لوی رییس کتنه

hayat_admin
Sat, Dec 31 2022 1:53 PM
.

د عدلیې وزارت د تقنین لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده د جمادي الثاني میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو له معین مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سره د عدليې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

دغې لیدنه کې، دواړو لورو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار قانون او نورو تقنیني سندونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین ددغه وزارت د کار قانون او نورو تقنیني سندونو جوړولو کې د همکارۍ په منظور د عدليې وزارت د تقنین لوی ریاست ته یو څلور کسیز مسلکي ټیم معرفي کړ او له عدليې وزارت څخه یې د یاد وزارت د تقنینی سندونو د جوړولو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

.

دغې ناسته کې د عدليې وزارت د تقنین لوی رییس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له معین سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه ریاست به هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنیني سندونو چمتو کولو برخه کې د همکارۍ په منظور یو مسلکي ټیم تعیین کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS