د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې ۲۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Dec 31 2022 11:13 AM
.

په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطاني، مرعی او و قفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیئت د مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ په خپل کاري سفر کې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د جمالي، عبدیانې، قاسم آباد او بهسود خاص قریو کې تقریباً ۲۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه.

ښاغلي محمد زیاته کړه چې د جمالي، عبدیانې، بهسود خاص په قریو کې او همدارنګه د قاسم آباد په ښارګوټي کې د ښاروالۍ له لوري چې هیوادوالو ته یو شمیر رهایشي نمرې په قانوني توګه ویشل شوي دي، د غاصبینو لخوا په زیاته اندازه نمرې غصب شوي، چې د تثبیت څخه وروسته به یې د تصفيې  په اړه هم تصمیم ونیول شي.

محمد وویل چې په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطاني، مرعی او وقفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیئت به د ددغه ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي او غصب شوې ځمکې به تثبیت او لست به یې له مرکزي تخنیکي کمېسیون سره د وروستي تصمیم نیونې په موخه شریک کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS