د ننگرهار عالي لیسه کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Dec 29 2022 11:52 AM
.

د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو امریت د جمادي الاول میاشت په ۳۰ نېټه د شنبې په ورځ د ننگرهار په عالي لیسې کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامه کې، ددغه ریاست حقوقي عامه پوهاوي مدیر لخوا د اسلام سپيڅلي دین له نظره د انسان حقوق او د زعیم له امر څخه د اطاعت په اړه د یادې لیسې زده کوونکو ته پوهاوی ورکړل شو.

دغې برنامه کې د یادې لیسې د دولسم ټولګي ۶۸ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو او د یادو موضوعاتو په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.

ددغې برنامې پای کې، د یادې لیسې مدیر مولوي امین الله امین له عدلیې ریاست څخه مننه وکړه، هغه زیاته کړه چې ددغه راز برنامو جوړیدل د عامه ‌ذهنیتونو روښانولو کې زیات رول لري.

نوموړي راتلونکي کې ددغه راز برنامو د جوړولو او د لا زیاتو پراختیا غوښتنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS