د ارزګان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Wed, Dec 28 2022 2:32 PM
.

د ارزګان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د جماديالثاني میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي اختر محمد ثاقب په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او پکې د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغه ریاست کارکوونکو ته يې توصیه وکړه چې په ټاکل شوو وختونو دندو ته حاضر شي او د رسمیاتو تر پای پورې خپلو دندو کې حضور ولري. دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل کاري راپورونه ددغه ریاست له اداري مدیریت سره شریک کړي او د یو بل کاري چارو کې دې مداخله نه کوي.

دغې ناسته کې د عدلیې ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وشوه چې خپل کاري ستونزې د ریاست له مقام سره شریکې کړي ترڅو د هغو د حل برخه کې اقدام وشي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د حقوقو او د امارت د قضایاو آمرینو هم خبرې وکړې او ددغه ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي ترڅو د هېواد ودانولو کې خپله ونډه ادا کړي.

ددغې ناستې پای کې، د عدليې ریاست آمرینو او کارکوونکو خپل کاري ستونزې له عدلیې رییس شریکې کړې او د عدليې رییس له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د هغوی ستونزو ته به رسیده ګي وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS