د پروان ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Dec 28 2022 12:20 PM
.

د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د جمادي الثاني میاشت په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او پکې د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغه ریاست کارکوونکو ته يې توصیه وکړه چې خپل سیرت او صورت له اسلامي شریعت او نبوي سنتو سره سم عیار کړي او د مراجعینو عریضو او دوسیو ته په ښه ډول رسیده ګي وکړي.

نوموړي ددغه ریاسته کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان زورېدلي او مظلوم ولس ته خدمت وکړي او خپلو کې همغږي ولري.

دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې د اسلامي امارت ارزښتونو او فرمانونو ته ژمن اوسي او په ټاکل شوي وخت دندې ته حاضر او د رسمیاتو پای ته رسېدو پورې خپلو دندو کې حاضر اوسي.

ددغې ناستې پای کې، د عدليې ریاست آمرینو او کارکوونکو خپل کاري ستونزې له عدلیې رییس شریکې کړې او د عدليې رییس له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د هغو ستونزو ته به رسیده ګي وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS