سمنګان ولایت کې له ۱۰ زرو جریبو څخه زیاتې ځمکې بررسي شوي دي

hayat_admin
Thu, Dec 22 2022 12:12 PM
.

د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د تخنیکي هیئت ۱۴ ورځنی (د جمادي الاول له ۱۰-۲۴) راپور وړاندې شو.

ددغه راپور پر اساس په دغې موده کې ۱۰ زره  او ۱۶۰ جریبه ځمکه د انجینرانو لخوا جي پي اس شوه چې له دغې جملې ۹ زره جریبه یې شخصي، ۶۰۰ جریبه یې څړځای او ۵۶۰ جریبه نوره یې د خاورو تپې چې د افرادو او اشخاصو لخوا غصب شوې تشخیص شوي دي.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د امنیه قوماندانۍ څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی شو او هم یې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه له مقام څخه د کارونو پرمخ وړلو له پاره د زیاتې بودجې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو او ددغه ولایت د شتل ولسوالۍ د یو شمېر اوسیدونکو په حضور سره جوړه شوه.

دغه راز یاد هیئت له هغه شمېر اشخاصو څخه چې د سیند او سړک غاړو او څنډو کې دوکانونه او هوټلونه جوړ کړې، د هغوی د ملکیت سندونه وغوښتل.

د دوکانونو او هوټلونو د مالکانو وړاندې شوي سندونه تر غور او بررسۍ لاندې ونیول شول او پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ یو تخنیکي ټیم د اسکیچ، مساحت او د حدودو ټاکلو له پاره سیمې ته ولاړ شي او خپل راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

پر دې سربېره، د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم  د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغه راز تخنیکي هیئت د ۱۳ کلیو له استازو سره چې د وردکو له قومونه (ناقلینو) سره حقوقي دعوا لري وکتل. هیئت د خلکو له استازو څخه وغوښتل چې خپل موثقه سندونه او مدارک د بررسۍ له پاره وړاندې کړي.

دغه راز هیئت له هغوی څخه وغوښتل چې له بې ځایه اقداماتو او د بې نظمۍ منځ ته راوړلو څخه ډډه وکړي او ډاډه اوسي چې هيئت په بشپړ دقت سره خپل کار ترسره کوي او قانوني اجراآت به وکړي.

یادو اوسیدونکو د وردکو قومونو ته د ځمکو ویشل د شریعت او د وخت حکومت د مشرتابه له فرمان سره خلاف بولي او هغوی دغې برخه کې له هیئت څخه د افغانستان د وخت شاه؛ امان الله خان د فرمان د لیدو غوښتونکي شول.

یاد هیئت تصمیم ونیو چې د سرپل اوسیدونکو او ناقلینو ترمنځ د دعوا د حل له پاره له کمېسیون څخه لیکل شوې لارښوونه واخلي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS