لغمان ولایت کي د ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې له غصب څخه مخنیوی وشو
د لغمان ولایت د کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه.
دغه هیئت د لغمان علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ او بدیع الاباد او چنچار سیمې يې بررسي کړې. یاد هیئت ددغې سیمې دوو برخو کې د جوړولو کارونه ودرول او د یادې سیمې له غصب څخه یې مخنیوی وکړ.
دغه راز یاد هیئت د علینګار ابي ناو ولسوالۍ ته ولاړ او د ابي ناو کوچیانو او د کچور سیمې خلکو ترمنځ د امارتي میداني پر سر شخړه یې بررسي کړه. یادی هیئت له دواړو قومونو څخه سندونه وغوښتل. چې پایله کې ۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او د هغې له غصب څخه یې مخنیوی وکړ.
دغه هیئت د R2 ښارګوټي د ۳۷۰.۴۸ جریبه ځمکې او د کاکڅ ولوسوالۍ د ۱۲۰ جریبه ځمکې له غاصبینو سره وکتل او له هغوی څخه یې معلومات او قانوني سندونه وغوښتل.
په همدې حال کې، د لوګر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شو.
په دغې ناسته کې، د برکي برک ولسوالۍ د دلاور دښتې او ددغه ولایت په مرکز کې د بابوس سیمې د ځمکو په اړه د بحث او د په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
یادې ناسته کې، د دلاور دښتې شرعي وکیل او قومي مشران هم بلل شوې وو او د اړوندې دښتې په اړه له هغوی څخه لا زیات سپیناوي وغوښتل شو. دغه راز هیئت د تفصیلي او قاطع ځواب وړاندې کولو له پاره هغوی ته استعلامونه وویشل.
