د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Dec 20 2022 2:08 PM
.

د بادغیس ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د جمادي الاول میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج ملا عبدالرازق مرزوقي په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته، د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغه ریاست کارکوونکي یې د با کیفیته خدمتونو او خلکو ته په صادقانه ډول د خدمت کولو په اړه سپارښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې اصولو او مقرراتو ته پابنده اوسي او له ښې همغږۍ سره خلکو ته خدمت وکړي او د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

په دغې ناسته کې، د عدليې ریاست کارکوونکو خپل کاري ستونزې هم ددغه ریاست له رییس سره شریکې کړې او د هغو د حل په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS