بغلان ولایت کې د ۸ زره او ۳۳۷ جریبه غصب شوې ځمکې د بررسۍ کار پیل شوه

hayat_admin
Sun, Dec 18 2022 2:26 PM
.

د بغلان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت له والي سره وکتل او د خپل د فعالیتونو راپور یې هغوی سره شریک کړ. د بغلان ولایت والي ددغه هیئت د کړنو هرکلی وکړ او خپل ملاتړ یې له هغوی اعلام کړ.

یاد هیئت د کوه تاوه لمنې د نهر ګوهرګان له پاسه د کرنې ریاست اړوند د فارم لرخوابي ۸ زره او ۳۳۷ جریبه او د هژده کوتل غصب شوې ځمکې د استرداد په اړه، ددغه ولایت والي ته معلومات ورکړل او له سیمې څخه یې له نږدې لیدنه وکړه. یاده سیمه د درېو قومونو وردک، لرخوابي او احمدزیو لخوا تر کښت لاندې نیول  شوې ده.

ددغه هیئت د کادستر ټیم ۱ زرو ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د نهر خشک لاندې او ددغه نهر له پاسه ۲ زرو ۱۰۰ جریبه للمي ځمکه بررسي او مساحت کړه او ددغو ځمکو په اړه یې د احمدزیو قوم له خلکو څخه سندونه وغوښتل.

په همدې حال کې، د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او وروسته یاد هیئت په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه.

دغه راز یاد هیئت د کرنج سیمې له عارضینو سره چې د هغوی د هدیرې وقفي ځمکه د غاصبانو لخوا غصب شوې ده وکتل او  موضوع د لا زیاتې بررسۍ له پاره د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته راجع کړه.

پر دې سربېره، د جوزجان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت په تېرو دوو ورځو کې ددغه ولایت له لویدیځ څړځایونو څخه چې په چیم شکنۍ، کښت او کرنې سره د ځینو اشخاصو تر تصرف لاندې نیول شوې، لیدنه وکړه. دغه ځمکې په یاده سیمه کې د قومونو ترمنځ د شخړې سبب هم شوې ده.

یاد هیئت دغې سیمې ته په تګ سره د قومونو ترمنځ له شخړې مخنیوي کړی او د امیرالمومنین حفظه الله فرمان یې هغوی ته اعلام کړ. دغه راز هیئت ټینګار وکړ چې هيڅوک حق نه لري چې څړځایونه تر خپل تصرف لاندې راولي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS