کابل ولایت کې ۸ زره او ۳۴۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Dec 13 2022 2:50 PM

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې ددغه ولایت په چهار آسیاب او شکردرې ولسوالیو کې د غصب شوو ځمکو د تصفیې چارې پیل کړې او د شکردرې ولسوالۍ د انتفات په سیمه کې ۴ زره جریبه ځمکه، په کوبچه کلي کې ۴۰ جریب ځمکه او ۳۰۰ جریبه نوره ځمکه یې د الغوي په کلي کې تصفیه او تشخیص کړه.

.

په قریه دانشمند کې هم ځینې سیمې بررسي شوې، حدود او مساحت یې مشخص شوو او له هغو اشخاصو څخه چې د مالکیت ادعا یې درلودله، سندونه وغوښتل شول.

چهار آسیاب ولسوالۍ کې د نامونیاز کلي او په دشت سقاوې کې هم غصب شوې ځمکې ولیدل شوې، د هغو حدود او د جي پي اس ټکې د مساحت معلومولو په منظور واخیستل شوو.

.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

په دغې ناسته کې، د ناصر خسرو بلخي د هستوګنې پروژې په اړه چې ۱۰ زره او ۸۴۰ جریبه ځمکه او د کرنې د مامورینو پروژه چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده بحث وشو او د راپور په بشپړولو او د راتلونکو اجراآتو په غرض کمېسیون ته یې د استولو په اړه ټینګار وشو.

.

دغه راز په یاده ناسته کې، د مزار شریف په شمال کې د ۹ زره جریبه ځمکې په اړه د یو شخص عریضه بررسي شوه او هیئت له یادې ساحې څخه لیدنه وکړه. د ۵ ښارګوټو مسوولین جلب شوو او د هغوی سندونو بررسي او په دغې برخه کې لازم اجراآت ترسره شول.

پر دې سربېره، د پروان ولایت تخنیکي هیئت هم ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په خم کلان سیمه کې خپلو بررسیو ته دوام ورکړ او مشخصه یې کړه چې د څینزیو او ناصرو کلیوکې نږدې ۸۴۹.۳۵ جریبه ځمکه غصب شوې او پر هغې کورونه، سړې خونې او مزرعې جوړې شوي دي.

یاد هیئت د غاصبینو نوملړ هم د سیمه ییزو خلکو په مرسته جوړ کړ او د هغو راپور به ډیر ژر کمېسیون ته ړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS