د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست د همغږۍ ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Dec 12 2022 10:56 AM
.

د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست د همغږۍ ناسته د جمادي الاول میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي حیات الله آمین په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون د عدليې ریاست به مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او رسمي وختونو کې خپل دفترونو کې حاضر اوسي.

دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې د خلکو کارونه په خپل وخت کې ترسره کړي او د توان تر حده هڅه وکړي ترڅو د خلکو  شکایتونو ته رسیده ګي وکړي.

په دغې ناسته کې، د عدليې ریاست کارکوونکو هم خپل ستونزې او ننګونې د عدليې له رییس سره مطرح کړې او د عدلیې رییس له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

په پای کې ددغه ریاست کارکوونکو ژمنه وکړه چې د عدليې رییس په لارښوونو به عمل وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS