د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Dec 12 2022 10:38 AM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د جمادي الاول میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او ددغه وزارت د مرکزي رییسانو او مسوولینو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د سیمینارونو او د ښوونیزو برنامو د جوړولو، د موټر پلورونکو او د معاملو د لارښوونو له پاره د کړنلارې او لایحې جوړولو، د شمال ولایتونو د استول شوي پلاو د راپور وړاندې کولو، د عدلیې وزارت د کارکوونکو د هویت کارت د ویش کړنلارې، د مدافع وکیلانو د داخلې د آزموینې لایحې او د تقنیني ستاژ د کړنلارې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

.

په یاده ناسته کې، د سیمینارونو او ښوونیزو برنامو په اړه چې  دعدليې وزارت د ریاستونو لخوا ترسره کیږي بحث وشو او پریکړه وشوه چې ددغه راز برنامو له ترسره کولو څخه وړاندې، د بشري سرچینو ریاست او د اصول جوړونې ریاست باید ددغو برنامو نصاب د وزارت له مقام سره شریک کړي او د وزارت د مقام له منظورۍ څخه وروسته، یادې شوې برنامې ترسره شي.

په دغې ناسته کې د موټر پلورونکو او د معاملو د لارښوونو په اړه هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د موټر پلورونکو او د معاملو د لارښوونو له پاره هم یو کړنلاره او لایحه جوړه شي. په دغې ناسته کې مولوي رحمت الله حقاني شمال ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور هم وړاندې کړ او پریکړه وشوه چې په راتلونکي ناسته کې پرې بحث وشي.

.

دغه راز په یاده ناسته کې د عدليې وزارت د کارکوونکو د هویت د کارتونو د ویش کړنلارې په اړه بحث او  نظرونه تبادله شول او پریکړه وشوه چې  یاد شوې کړنلاره د تدقیق او ژباړې په منظور د اصول جوړونې ریاست ته واستول شي.

د مدافع وکیلانو د داخلې آزموینې لایحه او د تقنیني ستاژ کړنلاره په دغې ناسته کې د بحث اړوند نورو موضوعاتو څخه وو چې یوه کمېټه د مدافع وکیلانو د رییس په ریاست او د اصول جوړونې ریاست، د حقوقي مرستو ریاست، د بشري سرچینو ریاست او د قوانینو د طرحې ریاست د استازو په غړیتوب موظفه شوه چې دغه طرحه په دقیق ډول مطالعه کړي او خپل نظرونه په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS