د کندهار ولایت په عینو میني ښارګوټي کې د افکو کمپنې شل زره جریبه ځمکه تثبیت او تصفیه شوه

hayat_admin
Wed, Dec 07 2022 1:31 PM

د کندهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو، د عینو میني د ښارګوټي د نظارت د کمېټې غړو او ددغه ښارګوټي د مسوولینو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې  د عینو میني د ښارګوټي موضوع او یو شمېر نور موضوعات بررسي شول.

په دغې ناسته کې، د عینو میني ښارګوټي مسوولینو ددغه ښارګوټي د کارونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د کاري چارو پر چټکتیا هم ټینګار وشو.

په یاده ناسته کې، د تصفیې هیئت د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او ويې ویل چې د افکو کمپنۍ پر ۲۰ زره جریبه ځمکې د تثبیت او تصفیې عملیه ترسره شوې او یاده ځمکه مشخصه او نښاني شوې ده.

په دغې ناسته کې ۱۳ زره او ۲۴۰ جریبه نوره ځمکه چې د عینو میني د تصفيې پلان کې شامله وه، مشخصه شوه.  یاد شوي هیئت د کړنلارې پر بنسټ له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې پر یادې شوې سیمې د ملکیت ادعا لري، معتبر سندونه وغوښتل او له بېلابېلو ادارو څخه هم په دې اړه معلومات وغوښتل شول.

د کندهار ولایت تخنیکي هیئت هم ۷۹۶.۶ جریبه کرنیزه ځمکه ددغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په ده باغ کیلي کې دولتي تثبیت کړې ده.

د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د جوزجان، ارزګان او کنړ ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو خپل ناستې جوړې او په دغو ولایتونو کې یې له غصب شوو سیمو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه.

د جوزجان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت له والي سره وکتل او د یاد شوي هیئت د کاري چارو په اړه یې خبرې وکړې. دغه راز هیئت د خپل د غونډو راپور ددغه ولایت له والي سره شریک کړ.

د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د چوره ولسوالۍ کاش سیمه کې د غصب شوو ځمکو په اړه چې د خلکو لخوا غصب شوې بحث وشو. دغه ځمکه چې نږدې ۲۰۰۰ جریبه مساحت لري امارتي تثبیت شوه او بېرته اسلامي امارت ته وسپارل شوه.

دغه راز د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د کادستر ټیم د ۴ کیلیو د ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړل. په دغې ناسته کې د هیئت منشي، د لچګلي او ډنډ ځمکو په اړه کادستري ټول شوي معلومات غونډې ته وړاندې کړل.

دغه راز هیئت ۳۰۴ جریبه ځمکې باندې چې اوس هم د غصب په حالت کې ده عملي کار پیل کړ او کادستري نقشې یې تطبیق کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS