د غرب زون د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو د څلور ورځني سیمینار پای

hayat_admin
Thu, Nov 17 2022 1:13 PM
.

د غرب زون د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو څلور ورځنی سیمینار د ربیع الثاني میاشت په  ۲۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ ددغه سیمنار د ګډون کوونکو له پاره د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسید.

ددغه سیمینار د پای مراسمو کې چې د هرات ولایت په عدلیې ریاست کې جوړ شوي وو، د هرات ولایت والي موالانا نور احمد اسلام جار، د عدلیې رییس مولوي یار محمد جانان خادمي، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو امر مفتي احمد ضیاء خبیب او ددغه سیمینار ګډونوالو حضور درلود.

په دغو مراسمو کې د هرات ولایت والي د موضوع په اړه خبرې وکړې او د عدلیې ریاست له کړنو څخه یې ستاینه او قدرداني وکړه. دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست همکاران وهڅول چې لا زیاته هڅه وکړي چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې کارونو له دې هم ښه شي. نوموړي په هرات ولایت کې ددغه سیمینار د جوړو له پاره له عدليې وزارت څخه هم مننه او قدرداني وکړه.

په یاد محفل کې د عدليې رییس هم ددغه سیمینار له جوړونکو څخه مننه وکړه او په راتلونکو کې یې هم د دغه ډول برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه. هغه هيله څرګنده کړه، چې دغه سیمینار به د چارو د ښه والي برخه کې اغیزمن تمام شوی وي.

دغه سیمینار د هرات ولایت والي او د عدلیې رییس له لوري د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسید. په دغه سیمینار کې چې د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست له لوري جوړ شوی وو، د بادغیس، غور، فراه، نیمروز او هرات ولایتونو د عدلیې ریاستونو ۲۶ تنو امرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو او په اداري او مسلکي برخو کې موضوعات زده کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS