د کندهار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Tue, Nov 15 2022 12:15 PM
.

د کندهار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې رییس الحاج مولوي نور اغا هاشمي په مشرۍ او  ددغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدلیې رییس د الهي فرایضو د اداکولو، د فرایضو د پېژندلو او د هغو اهمیت او حج کولو او د هغه اهمیت په اړه خبرې وکړې او د مخکنۍ ناستې موضوعات تعقیب شول. اړوندو امریتونو هم په دې برخه کې خپل د اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.

.

دغه راز په دغې ناسته کې د یو لړ مهمو کاري موضوعاتو په اړه بحث وشو. د عدليې رییس ددغه ریاست امرینو او کارکوونکو له پاره توصیه وکړه چې له مرکز او نورو ادارو څخه ترلاسه شوي موضوعات په خپل وخت سره تعقیب او ځواب وړاندې کړي. دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل دندې او مسوولیتونه په بشپړ اخلاص او صداقت او په وخت ترسره کړي.

.

په یاده ناسته کې ددغه ریاست امریتونو خپل ستونزې د عدلیې له رییس سره شریکې کړې چې هغوی ته د عدلیې رییس له لوري د هغوی د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS