د کنړ ولایت د اصلاح مرکز د محبوسینو له پاره د پوهاوي ورکوونې د برنامې جوړیدل

hakeem_admin
Mon, Nov 14 2022 2:56 PM

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو امر او ددغه ریاست د عامه پوهاوي مبلغ  د ربیع الثاني میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه ولایت د اصلاح مرکز له محبوسینو سره وکتل.

د حقوقي مساعدتونو امر په دغې لیدنه کې د دغه ولایت د اصلاح مرکز محبوسینو له پاره د نشه يي توکو د استعمال د ضررونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د نشه يي توکو استعمال انسان ته له جسمي، دیني او معنوي پلوه زیان رسوي او د الله تعالی د نافرمانۍ او د شرعي امرونو د ضایع کېدو لامل ګرځي.

 هغه زیاته کړه چې د نشه یي توکو استعمال د غلا، جګړې، قتل د جرمونو زیاتېدو، د بیکارۍ  او په ټولنه کې د وروسته پاتې کېدو لامل هم ګرځي. هغه وویل په همدغه اساس خلکو ته د نشه يي توکو د استعمال په اړه پوهاوی ورکوي او د هغو له استعمال څخه مخنیوی کوي.

دغه راز هغه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د نشه يي توکو د استعمال له زیانونو څخه ټولنه خبر تر لاسه کړي او د خلکو په مرسته د هغه له پېرلو، پلورلو او استعمال څخه مخنیوی وکړي ترڅو خلک له بدبختۍ څخه وژغورل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS