د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي د عدلیې وزارت سرپرست سره وکتل

hakeem_admin
Sat, Nov 12 2022 3:38 PM
.

په  افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي یې د ربیع الثاني میاشت په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د قوانینو، زده کړو، له اسلامي امارت سره د اسلامي همکاریو د سازمان اړیکې او د افغانستان له خلکو سره ددغه سازمان د بشر دوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې.

.

په دغې کتنه کې د عدليې وزارت سرپرست له نورو اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د لرغونو اړیکو یادونه وکړه او له اسلامي هېوادونو سره د اسلامي امارت نږدې اړیکې په سیاسي او په دیني او عقیدوي برخو کې مهمې وبللې.

دغه راز نوموړي د قوانینو په برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې د اسلامي امارت قوانین د قران، سنت او حنفي فقهې پر بنسټ جوړیږي.

.

د عدلیې وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو له سازمان څخه د افغانستان خلکو له پاره ددغه سازمان د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.

په دغې کتنه کې د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي له اسلامي امارت سره ددغه سازمان د اړیکې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ډیر ژر به په افغانستان کې ددغه سازمان یو دفتر پرانیستل شي او یاد دفتر به د اسلامي امارت او ددغه سازمان ترمنځ د اړیکو په برخو کې مهم رول ولوبوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS