د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس ددغه ولایت د خیریه بنسټونو له مسوولینو سره وکتل

hakeem_admin
Sat, Nov 12 2022 3:03 PM
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس مولوي فاتح الله فاتح د ربیع الثاني میاشت په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ ددغه ولایت د خیریه بنسټونو له مسوولینو سره وکتل.

په دغې ناسته کې له اړونده اساسنامې سره سم د خیریه بنسټونو د فعالیتونو، اړمنو له پاره د مرستو رسولو او د خوراکي توکو د وېش په اړه بحث او خبرې وشوې او له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل شول چې د مرستو د وېش په مهال ددغه ریاست د انسجام ریاست ته خبر ورکړي.

.

په دغې ناسته کې د عدلیې رییس د خیریه بنسټونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په لومړي ګام کې ددغه ولایت له واقعي مستحقینو او اړمنو سره مرسته وکړي.

د خیریه بنسټونو مسوولینو د عدليې له رییس څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د هغه له لارښوونې سره سم خپل فعالیتونه پرمخ وړي او د عدليې ریاست د استازي په حضور کې به مرستې وویشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS