د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست د امارت د قضایاو امر معرفی شو

hakeem_admin
Wed, Nov 09 2022 2:01 PM
.

مولوي نور الله عتیق چې په دې وروستیو کې د عدليې وزارت مقام له لوري د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست د امارت د قضایاو آمریت د امر په حیث تعیین شوی د ربیع الثاني میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رییس الحاج مولوي سیف الله منصور له لوري د عدلیه ریاست کارکوونکو ته معرفي شو.

د پنجشیر په عدلیې ریاست کې په دغه مناسبت مراسم جوړ شوي وو، د عدلیې رییس د ښاغلي عتیق اهلیت او شهرت په نیکۍ سره یاد کړ ویې ویل چې مولوي نورالله عتیق یو ښه او نیک نومه شخصیت دی.

هغه د امارت د قضایاو نوي امر ته سپارښتنه وکړه چې د اسلامي شریعت د حکمونو په تطبیق او د عدالت په تامین کې هڅه وکړي.

په دغه محفل کې مولوي نورالله عتیق د عدليې رییس او ددغه ریاست کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي شریعت د اصولو او حکمونو په حدودو کې خپل دندې به په بشپړ صداقت، ایماندارۍ او بې طرفۍ سره  ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS