د زابل ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Wed, Nov 09 2022 1:54 PM
.

د زابل ولایت د عدليې ریاست اوونیزه اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغه ریاست کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې باید د دعوت او ارشاد ریاست ټولې لارښوونې او امرونه په دغه ریاست کې عملي کړي. هغه ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره اصولي اجراات وشي.

.

د عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت له نبوي سنتو سره سم عیار کړي او خپلې دندې د اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي. دغه راز هغه د یاد ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې رسمي وختونو ته پابنده اوسي او خپل حاضري په ټاکل شوو وختونو کې لاسلیک کړي.

ددغې ناستې په پای کې د عدلیې ریاست کارکوونکو ژمنه وکړه چې خپل دندې او مسوولیتونه به په بشپړ اخلاص او صداقت سره ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS