د ننګرهار ولایت له خیریه بنسټونو څخه د ګډ هیئت لیدنه

hakeem_admin
Tue, Nov 08 2022 2:38 PM
.

د ننګرهار ولایت ګډ هیئت د ربیع الثاني میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت له خیریه بنسټونو څخه لیدنه وکړه.

دغه هیئت چې په ترکیب کې یې د عدلیې ریاست د انسجام امریت امر او د ولایت د مقام، د ملي امنیت د ریاست، د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ او ددغه ولایت د خیریه بنسټونو د اتحادیې استازي په کې شامل دي، دغه ولایت کې له ۸ خیریه بنسټونو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د خیریه بنسټونو اساسنامه، اړونده سندونه، د مرستو د ویش د اندراج کتاب او د هغوی د دفترونو لوازم يې نظارت او بررسي کړل.

ددغې بررسۍ پایله کې د هندار خیریه بنسټ په نوم یو خیریه بنسټ د غیرقانوني فعالیت پر اساس مهرلاک او وتړل شو، او ۲ نور خیریه بنسټونه د رودوال او نیک په نومونو چې فعالیت یې نه درلود یاد هیئت ته استحضاري ورکړه.

د ټاکل شوي پلان له مخې یاد هیئت اوونۍ کې یو ځل په دغه ولایت کې له خیریه بنسټونو څخه لیدنه او بررسي ترسره کوي.

.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS