د پکتیا ولایت د عدليې ریاست اونیزه ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Sat, Nov 05 2022 1:53 PM
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست اونیزه ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ  د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون د عدليې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدلیې رییس  د دغه ریاست د تېرې اونۍ لاسته راوړنو، ستونزو او د راتلونکې اونۍ د کاري پلان په اړه مفصلې خبرې وکړې. دغه راز هغه د یاد ریاست د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې د هغوی د وړاندیزونو د پوره کولو او د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه و نه کړي.

.

په دغې ناسته کې د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکو له پاره توصیه وکړه چې د خپل امرینو له امرونو څخه اطاعت وکړي او خپل صورت او سیرت له نبوي سنت سره سم عیار کړي. هغه د امربالمعروف له حکمونو څخه د اطاعت او په جماعت سره د لمانځه په ادا کولو ټینګار وکړ.

دغه راز د عدليې رییس د یاد ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې رسمي وختونو ته پابنده اوسي او له غیر ضروري غیرحاضریو څخه ډډه وکړي. دغه راز  نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې خپل حاضري په ټاکل شوو وختونو کې لاسلیک کړي او خپل مسوولیتونه په پوره صداقت او اخلاص سره په خپل وخت کې اجرا کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS