د زابل ولایت د عدليې رییس لیدنه د دغه ولایت د عریضې له لیکونکو سره

hayat_admin
Thu, Nov 03 2022 12:19 PM
.

د زابل ولایت د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل د ربیع الثاني میاشت په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عریضې له لیکونکو سره د عدليې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

دغه ناسته د کلام الله مجید د ایتونو په تلاوت سره پېل شوه او وروسته د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د عریضې له لیکونکو څخه يې وغوښتل چې عریضې د اسلامي امارت له اصولو سره سم ولیکي.

هغه زیاته کړه چې عریضې کې باید د عارض او معروض علیه مکمل شهرت، د عریضې موضوع، د مدعی بها د اربعې حدود او د عریضې قیمت ولیکل شي.

1

دغه راز نوموړي د دغه ولایت د عریضې له لیکونکو څخه وغوښتل چې د عریضې لیکونکو اتحادیه جوړه کړي او د معاملو د لارښوونو په کارونو کې مداخله ونه کړي.

په پای کې د عریضې لیکونکو د زابل له عدليې رییس څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د عدليې رییس په سپارښتنو به عمل وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS