د هرات ولایت د عدليې رییس په حضور سره په ۳ زره بې وزله او اړمنو کورنیو مرسته وویشل شوه

hayat_admin
Tue, Nov 01 2022 3:33 PM
.

د هرات ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي یارمحمد جانان خادمي د ربیع الثاني میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د الحاج احمدشاه فقیري خیریه بنسټ د بلنې پر اساس د بې وزلو له پاره د دغه خیریه بنسټ د ژمنیو مرستو د ویش د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د عدلیې رییس په دغو مراسمو کې د الحاج احمدشاه فقیري خیریه بنسټ د مشرتابه له هیئت څخه مننه وکړه او اړمنو ته یې دغه راز ویش یو نیک او ګټور ګام وباله.

هغه د هېواد ټولو سوداګرو او مرسته کوونکو اشخاصو ته بلنه ورکړه چې له اړمنو سره د مرستو په لار کې هڅه وکړي. 

په دغو مراسمو کې د والي او اړونده ادارو د رییسانو په حضور په ۳۰۰۰ اړمنو او بی وزلو کورنیو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS