د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sun, Oct 30 2022 3:06 PM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق او د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د مدافع وکیلانو د انجمن د مرکزي دفتر کرایي او په زونونو کې د مدافع وکیلانو د دفترونو کرایې، د هغو د ساتونکو معاشونو او باقیاتو، د شمال ولایتونو عدليې ریاستونو ته د هیئت تلل او د رییسانو او ډرایورانو په حاضرۍ کې د تسهیل په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

.

په یاده ناسته کې، د مدافع وکیلانو د رییس په مشرۍ او د قوانینو د طرحې مسوول، د بشري سرچینو رییس او د مالي او اداري ریاست د استازي په غړیتوب یو هیئت و ټاکل شو چې د مدافع وکیلانو د انجمن مرکزي دفتر کرایې او په زونونو کې د مدافع وکیلانو د دفترونو د کرایې، د هغو د ساتونکو د معاش او باقیاتو په اړه، یو طرحه او د حل لار جوړه کړي او د عدليې وزارت محترم مقام ته یې وړاندې کړي ترڅو شته ستونزه حل شي.

 دغه راز په دغې ناسته کې د شمال ولایتونو د هغو عدليې ریاستونو څخه د نظارت په اړه چې تر اوسه ترې نظارت نه دی شوی پرېکړه وشوه، چې د حقوقي مرستو د رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ او د انسجام ریاست، د داخلي پلټنې ریاست، اداري او مالي ریاست، د تقنین ریاست، د حقوقو ریاست او د امارت د قضایاو لوی ریاست د استازو په غړیتوب یو هیئت د شمالي ولایتونو له عدليې ریاستونو څخه لیدنه او نظارت وکړي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS