د مدافع وکیلانو د ارزوني څلور دیرشمه دوره ترسره شوه
د مدافع وکیلانو د ارزونې څلور دیرشمه دوره د ربیع الثانی میاشت په ۳ نېټه د شنبې په ورځ په عدلیې وزارت کې جوړه شوه.
د ارزیابۍ دغه دوره د ازمویني اخیستنې د غړو، د نظارت غړو او ۲۳ تنو مدافع وکیلانو په حضور ترسره شوه چې مخکې يې نوم لیکنه کړې وه.
یو شمېر هغو مدافع وکیلانو چې د ارزونې په دغې دوره کې حضور درلود، د ارزونې بهیر مثبت، روښانه او جوړې شوې پوښتنې يې معیاري وبللې.
د یادې ارزونې پاېلې به ډېر ژر د عدليې وزارت د ویبپاڼې او ټولنیزو پاڼو له لاري اعلام شي او هغو مدافع وکیلانو ته چې بریالي شوي د فعالیت جواز به وویشل شي.
د یادونې وړ دی چې د مدافع وکیلانو د ارزونې څو محدودې دورې پاتې او له هغو وروسته به د وکالت جواز نوو غوښتنونکو له پاره د ازموینې د اخیستلو چمتوالی پیل شي.
