د پکتیا ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت له محبس څخه لیدنه

hayat_admin
Thu, Oct 27 2022 12:32 PM
.

د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ورسره مل پلاوي د ربیع الاول میاشت په ۳۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې له عدليې رییس سره د دغه ریاست حقوقي مرستندوی او د عامه پوهاوي مدیر ملګري ول.

دغه لیدنه د محبوسینو د ستونزو اوریدلو، د بې برخه لیکو محبوسینو په اړه د معلوماتو راټولولو، له محبوسینو سره د اړوندو مسوولینو د رویې او د عدليې ریاست حقوقي مرستندوی څخه د موکلینو رضایت او عدم رضایت په اړه د معلوماتو راټولولو په منظور ترسره شوه.

.

د دغې لیدنې په لړ کې د عدليې رییس د دغه محبس مسوول مولوي محمد سهیل سعید، هغو محبوسینو سره چې د هغوی قضیې د حقوقي مرستو امریت پورې اړه لري، د حقوقي مسایل اړوندو محبوسینو او له هغو بې برخلیکو محبوسینو سره چې له دوسیو څخه يې ډیر وخت تېر شوی، په جلا توګه وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدې. د عدليې رییس هغوی ته ډاډ ورکړ، چې  له اړوندو ارګانونو سره به په همغږۍ د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي او د هغوی د ستونزو په حل کې به له هېڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه کړي.

په یاده لیدنه کې، د عدليې ریاست حقوقي مرستندوی د حقوقي مرستو امریت اړوندو تورنو او قضیو په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ویل چې اوس مهال د ګردیز ښار په ښاري ابتدایه محکمې او مرافعه محکمې کې په کلي توګه ۱۹ قضیې شتون لري چې له دې جملې څخه ۷ قضیو له پاره حکم صادر شوی او ۱۲ نورې قضيې تر جریان لاندې دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو قضیو کې د هغه ټول موکلین ۴۲ تنه دي چې له دې جملې څخه د هغوی ۲۹ تنه د اعتبار وړ ضمانت پر اساس له توقیف څخه ازاد شوي او ۱۳ تنه نور يې په توقیف کې دي. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS